په خېبرپښتونخوا کې د ډاکټر خان تحریک، پاکستان کې له افغانانو سره په ناسم چلند غبرګون ښودلی. د دغه تحریک غړو په یوه سوله ییز لاریون کې له کرښې هاخوا د مېشتو پښتنو د بې وسۍ اظهار وکړ او شعار یې ورکړ، چې نور له افغانانو سره په ناروا چلند غلي نشي پاتې کیدای. د ډاکټر خان تحریک مشر عابد منیر رسنیو ته ویلي، دوی هڅه کوي، چې پر پاکستاني حکومت فشار راوړي، څو له افغانانو سره دغه ډول چلند بس کړي. تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر شخړې وروسته له کرښې هاخوا مېشت افغانان د پاکستاني پولیسو او آن یو شمېر عامو پاکستانیانو له لوري ځورول کیږي. بلخوا هغه کډوال چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد راستانه شوي وايي، خوښ دي، چې د پردیو له واکه ووتل او خپل ازاد ژوند ته راوګرځېدل. باید وویل شي، چې په نږدې څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته راکډه شوي او دغه لړۍ روانه ده.