د هلمند د نادعلي ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو د جګړې له امله خپل کورونه پرېیښي او نورو سیمو ته کوچېدلي دي. د نادعلي اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او طالبانو ګڼې سیمې تر خپل واک لاندې راوستې دي. د نادعلي ځینې برخې په تیرو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې او د راپورونو له مخې په خانشین، ګرم سیر او یو شمېر نورو سیمو کې هم د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي. هلمند ته د افغان ځانګړو ځواکونو تازه دمه رسېدلي سرتیري وایي، ډير ژر به دغه جګړه پای ته ورسوي او له وسلوالو به نیول شوې سیمې ونیسي.