راپورونه وايي ارګ او اجرایه ریاست د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې پر یوې داسې طرحې هوکړه کړې چې له مخې به یې د برېښنايي پېژندپاڼو ترڅنګ هر چا ته یوه ضمیمه کتابچه هم ورکول کېږي، چې په پېژندپاڼه کې هویت نه لیکل کېږي، خو په ضمیمه کتابچه کې بیا د نورو ځانګړنو ترڅنګ هویت یا افغان کلیمه هم شته.
د حکومت دغې پرېکړې د خلکو او یو شمېر سیاسي ګوندونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د «افغان ملي غورځنګ» او «د افغانستان ملي تحریک» سیاسي ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلیمه ونه لیکل شي، د ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د افغان ملي غورځنګ له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر ټيم د خپلو ټولو کړو ژمنو خلاف غواړي د تابعيت په تذکرو يا برېښنايي پيژندپاڼو کې د افغاني هويت له څرګندولو ډډه وکړي او په دې توګه د اساسي قانون ۴ ماده تر پښو لاندې کړي. خبرپاڼه لیکي، ارګ تصميم نيولی چې د برېښنايي پېژندپاڼو تر څنګ به هر چا ته ضميمه کتابچه هم ورکول کېږي، چې په دې کتابچو کې به بيا د ډېرو نورو مشخصاتو تر څنګ د افغانيت ذکر هم راځي.
سرچینه وايي، په نوو برېښنايي پېژندپاڼو کې چې د کارت په بڼه دي، د ملي هويت له څرګندولو او د افغانيت له ذکر څخه ډډه کېږي او د حکومت مشران غواړي، چې د حکومت په څېر تذکرې هم پخپلو کې سره ووېشي، چې کتابچه به يې د ولسمشر اشرف غني تذکره وي او کارت به د ډاکتر عبدالله وي.
افغان ملي غورځنګ ګوند خبرداری ورکوي، چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې په څرګند ډول د افغان کلمې ذکر غواړي او له دې پرته هر ډول طرحه باطله ده او دوی به په ټول ځواک د هغې پر وړاندې ودرېږي.
د افغان ملي غورځنګ په خبرپاڼه کې زیاته شوې:«زموږ د پخوانيو اعتراضونو او لاريونونو پر وړاندې يو ځل په خپله ولسمشر په ډېرو واضحو الفاظو ژمنه کړې، چې نه يوازې د افغان کلمه به په تذکرو کې راځي، بلکې د تذکرو د وېش لپاره به مستقله اداره جوړوي او د تذکرو د چاپ اوسنی تړون به هم لغوه کوي او دويم ځل د ولسمشر باصلاحيته استازو ژمنه وکړه، چې يا به د افغان کلمه په تذکرو کې ذکر کېږي او يا به دوی له خپلو دندو استعفا کوي. د همدغو ژمنو له مخې موږ خپل اعتراضونه تر اوسه درولي وو. موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته خبرداری ورکوو، چې که چېرې د پخوانيو ژمنو خلاف هر ډول داسې طرحه وړاندې شي، چې د پېژندپاڼو په اصلي کارت کې د افغان کلمه له پامه وغورځوي، موږ به په ټول ځواک د هغې مخالفت وکړو او په ټول هېواد کې به پراخ اعتراضونه پيل کړو.»
یاد ګوند وايي، هغه حکومت چې ملي هويت او اساسي قانون ته ژمن نه وي، لکه څنګه چې د اعتبار موده يې په پوره کېدو ده، نور به هم ولس ته اعتبار ونه لري او دوی به يې په کلکه د استعفا غوښتنه وکړي.
خبرپاڼه لیکي:«موږ د ملي وحدت حکومت ته دا خبرداری هم ورکوو، چې که زموږ د سوله ييزو اعتراضونو په ترڅ کې لاريونوالو ته هر ډول زيان ورسېد، مسووليت به يې د دوی پر غاړه وي. موږ چمتو يو، چې د خپلې وينې په بيه له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.»
دغه راز ملي تحریک هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ کړی چې د افغانیت له دې داعيې څخه په هېڅ ډول تېرېدونکی نه دي، ان که خبره د اوسني حکومت پر ړنګېدو او د ملي تحريک ژوند ته د سختو ګواښونو په قېمت هم تمامه شي، تحريک به د خپل ملت دا ملي داعيه پالي.
ملي تحریک زیاتوي:« اوازې دي چې اجرائيه رياست کومه طرح جوړه کړې او پر مفکر ریيس جمهور يې منلې، دا چې په دې طرح کې به څومره درغلي وي دا پته چاته نه لګي، موږ سره له دې چې اکثرو اړوندو ارګانونو او اشخاصو سره په تماس کې شو، خو هېڅ معلومات مو ترلاسه نه کړای شول، دا پته اوس نه شته چې دا طرح د ډاکتر عبدالله عبدالله رحيمي (مجيب الرحمن رحيمي) جوړه کړې او د ډاکتر اشرف غني رحيمي (عبدالسلام رحيمي) ته يې لېږلې که کومه بله مسئله ده، خو د جمهور ریيس د نیم درجن ويندويانو او څلورنيم شلې مشاورينو په ګډون يو هم ترې پوره خبرتيا نه لري. نو ځکه مو دغه مبهم حالت يو ځل بيا له خپلو هېوادوالو سره شریک کړ.»
د یادونې ده چې تېر کال د «افغانیت غواړو» تر شعار لاندې زرګونو کسانو په کابل کې پر یوه ستر لاریون لاس پورې کړ او په برېښنايي تذکرو کې یې د هویت د لیکلو غوښتنه وکړه.
حکومت له لاریونوالو سره ژمنه کړې وه چې دا موضوع به حلوي، خو د کال په تېرېدو سره نه یوازې حل نه شوه بلکې ښکاري چې نوره هم پسې لانجمنه کېږي.