"د هلمند پر پنځو ولسوالیو طالبان برلاسي دي"

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67007
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-02

راپورونه وايي، د هلمند پر پنځو ولسوالیو طالبان برلاسي دي او ۷ نورې تر جدي امنیتي ګواښ لاندې دي. ملي شورا کې د دغه ولایت استازي، ځایي اوسېدونکي او قومي مشران وایي، په نادعلي، خانشين او ګرمسیر ولسوالیو کې د سختو نښتو له امله ځایي خلک د سیمې پريښودو ته اړ شوي او امنیتي ځواکونه یوازې په دفاعي حالت کې دي. کورنیو چارو وزارت بیا هلمند کې د طالبانو د برلاسۍ موضوع نه مني، خو وایي د دې ولایت ستراتیژیک موقعیت ته په پام وسلوال له دې لارې څېرمه ولایتونو ته د خپلو عملیاتو دغزولو پلان لري.