له پاکستانه په تېره یوه اوونۍ کې ۲۰۲۹ افغان کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي. پاکستانۍ رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ځايي ادارې له خولې خبر ورکړی، چې افغانستان ته ستانه شوي ډېری کډوال په خېبرپښتونخوا کې اوسېدل. سرچینې زیاته کړې، د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د افغان کډوالو د اوسېدو شرایط ګران کړي، چې له کبله یې ډېری کورنۍ خپل هېواد ته تګ ته مجبوره شوې دي. پاکستانۍ، دي نیوز ورځپاڼې لیکلي، چې یوازې وړمه ورځ ۶۰۹ ناراجسټر شوې کورنۍ له تورخم اوښتې او خپل هېواد ته کډه شوې دي.