له سوریې راپورونه وايي، یوې چورلکې د دغه هېواد په شمال کې پر یوه کلي بېلري بمونه غورځولي، چې ګومان کېږي کلورین ګاز پکې و. پېښه د ادلیب ایالت په سراقیب سیمه کې شوې او ویل کېږي، چې ۳۰ کسان د برید له کبله اغېزمن شوي دي. تر اوسه نه ده معلومه، چې دغه بیلرونه چا غورځولي دي، خو د سوریې جګړه کې ښکېل لوري پر یوه بل د کیمیاوي وسلو کاروولو تورونه لګوي. کلورین عام صنعتي کیمیاوي مواد دي، خو د کیمیاوي وسلو کنوانسیون یې په وسلو کې کاروول ممنوع اعلان کړي دي.