د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي، چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو د کاندید دونلډ ترمپ افراطي څرګندونې ځورونکې دي. اولاند ویلي، د هغه افراطي څرګندونې یې زړه بدوي. نوموړي زیاته کړې، په امریکا کې ډیموکراسي په خطر کې ده، ځکه چې د هغه په خبره ډېر خلک استبدادي نظامونو ته لیواله دي. هغه پر امریکایانو غږ وکړ، چې که ټرمپ ته یې رایه ورکړه، پر ټولې نړۍ به بده اغیزه وکړي.