پاکستان له ګاونډېو هېوادونو او نړۍ سره د اړیکو پر پالیسۍ غونډه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67012
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-03

اسلام اباد کې هغه درې ورځنۍ غونډه پاى ته ورسېده چې له گاونډيانو هېوادونو او نړۍ سره د پاکستان پر اړيکو پکې خبرې وشوې. په دې ناسته کې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پاکستان سفيرانو ګډون کړی و. د راپورونو له مخې؛ ناسته کې ډېرې خبرې له افغانستان، هند او امريکا سره پر اړيکو شوې دي، خو تر اوسه یې په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي. اسلام اباد له نړېوالو سره د اړیکو پر پالیسۍ تر هغې وروسته غونډه کوي، چې له ترهګرۍ د ملاتړ له کبله یې وروستیو کې په نړېوالو کچه پر ضد تندې څرګندونې وشوې.