په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندانا جنرال جان نیکولسن وايي، د ملا منصور له وژل کېدو وروسته طالبان له ستونزو سره مخ شوي دي. رسنیو د نوموړي له خولې لیکلي، له هغه وخته یې چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قومانداني پر غاړه اخیستې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې یې له افغان پوځ سره یوځای د مخالفینو پر ضد اقدام کاوه، چې په وینا یې له دې وروسته به یې تمرکز پر شمالي ولایتونو وي. هغه په ورته مهال ویلي، چې د ملا منصور په وژل کېدو سره طالبان له ستونزو سره مخ دي.