د فراه ولایت استازي وایې وسله وال مخالفین ددې ولایت د مرکز شپږ کیلو مترۍ ته رسیدلي دي. په ولسي جرګه کې د فراه استازي او د ولایتي شورا غړي وایې دا مهال د فراه د څلور ولسوالیو ډيره برخه د وسله والو مخالفانو په لاس کې ده او هلته یې د پوځي روزنې او جلب و جذب لوی مرکزونه جوړ کړي دي. د فراه استازي زیاتوي چې نه حکومت د فراه وضعیت ته پاملرنه کوي او ځایی چارواکي هم د وضعیت په خرابوالي او نورو ستونزو کې مستقیم لاس لري. خو د فراه والي بیا د فراه د وکیلانو ادعاوې بې بنسټه بولي. د نوموړي په وینا په پشت رود کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی او وسله وال مخالفان نشي کولای چې مرکز ته کوم ګواښ پیښ کړي.