د ملي شورا غړي: ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د بل فرمان ورکولو صلاحیت نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67015
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-03

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون د نظر پر اساس به د ټاکنو په تړاو حقوقي او اجرايي اقدامات وشي. د ولسمشر ویاند وایي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر فرمان ته لار ولټوي. سرچینه زیاتوي، کمېسیون له حقوقي اړخه دغه مسله څېړلې، چې پر اساس به یې حکومت د ټاکنو په اړه حقوقي او اجرایي اقدام وکړي. بل پلو اجراییه ریاست هم ویلي چې ټآکنیزو اصلاحاتو طرحه نهایي کیدو ته نږدې شوې ده، خو د ملي شورا غړي وايي، چې د ولسمشر پر دویم تقنیني فرمان د ملي شورا ګډه کمېټه وروستۍ پایلې ته نه ده رسیدلې او ولسمشر د بل فرمان د ورکولو صلاحیت نه لري.