د تورخم دروازه د "سرحد مدیریت" د هوکړې پر بنسټ جوړه شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67016
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-05

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت وايي، په تورخم او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو ته یې اجازه نه ده ورکړې، خو شواهد ښيي چې دغه ډول دروازې او تاسیسات د دوه اړخیز توافق پر اساس جوړېږي. پاکستان له تېرو دوو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پخو تاسیساتو او دروازو پر جوړولو پیل کړی دی. پاکستان په دې وروستیو کې په کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاسیسات او دروازې جوړې کړې دي. د افغانستان د مشرانو جرګې غړو نږدې یوه نیمه میاشت مخکې ادعا وکړه چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په شپږو مهمو نقطو کې د تاسیساتو د جوړولو پر سر له پخوا هوکړه کړې وه. دغه موضوع هغه وخت نوره هم رسوا شوه چې د تېرې روژې میاشت کې پاکستاني لوري غوښتل چې په تورخم کې دروازه ولګوي خو افغان سرحدي ځواکونو یې مخه ونیوله او وروسته د دواړو لورو ترمنځ وسله واله شخړه وشوه. په دې پنځه ورځنۍ شخړه کې درې افغان پوله ساتي ځواکونه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول. خلکو له یادې پېښې داسې انګېرله چې ګنې پاکستان په خپل سر په تورخم کې دروازه لګوي، خو وروسته یو شمېر افغان چارواکو اعتراف وکړ چې دا دروازه د شوې هوکړې له مخې لګول کېږي. یو شمېر رسنیو هغه اسناد هم خپاره کړل چې له مخې یې د افغانستان حکومت د سټنډرډ عملیاتي پروسیجر «اس، او، پي» تړون پر بنسټ پاکستان ته د دې دروازې او نورو تاسیساتو د جوړولو اجازه ورکړې وه. د پاکستان له لوري په تورخم کې د دروازې د جوړولو کار تېره اونۍ بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې دروازې ترڅنګ په یوه توره لوحه کې لیکل شوې دي:«په ۲۰۰۴ کال کې کله چې سړک ته پراختیا ورکول کېده، د دې دروازه د جوړولو پلان و، خو د وخت افغان حکومت یې مخالفت وکړ، بلاخره د ترورېزم ګواښونو ته په کتو سره دواړو لورو په ۲۰۱۴ کال کې د بارډرمنجمنټ یا سرحد مدیریت په چوکاټ کې د دې دروازه د جوړولو کار پیل کړ.» لیدل کېږي چې د دې دروازې د جوړېدو هوکړه هغه مهال شوې چې د ۲۰۱۴ کال د نومبر په میاشت کې ولسمشر اشرف غني پاکستان ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر ګڼو مسایلو هوکړه کړې وه. تر دې سفر وروسته کابل ته د پاکستاني پوځيانو او د استخباراتي چارواکو تګ راتګ زیات شو، تر دې چې د دواړو لورو ترمنځ د پټو ناستو په پایله کې د استخباراتي همکاریو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.