د دوو چاودنو له کبله پکتیا کې نهه کسه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67019
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-05

د پکتيا ولايت څکمنيو ولسوالۍ کې د دوو چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي. د دغه ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، د ملکي وګړو یو موټر له څمکنيو ولسوالۍ ګردېز ته روان و، چې ماین پرې وچاودېد. قادرګل ځدراڼ وايي، دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا په هغه سيمه کې ځای پر ځای شوی و، چې دوې ورځې یې په همدې سيمه کې لاره بنده کړې وه .ویل کیږي، چې پېښه کې د کورنۍ مشر ډاکتر احسان، د هغه ورور، زوی، مور میرمن او د تره زوی یې وژل شوي دي .بلخوا د پکتیا د والي ویاند نقیب اتل وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې د یوې بلې چاودنې له امله هم څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو ژوبل دی. د دې چاودنو پړه چا پر غاړه نده اخيستې .