وسله والو په شینډنډ کې یو ملا امام وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67020
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-05

وسله والو د هرات ولايت په شینډنډ کې د يوه جامع جومات خطيب وژلی دی. د شينډنډ ولسوال عبدالاحمد فضل وايي، پرون ماښام مهال وسله والو د ولسوالۍ د جامع جومات امام، مولوي محمد هاشم په ډزو وواژه. هغه زياته کړې، مولوي محمد هاشم له مسجد څخه د کور پر لور روان و، چې برید پرې وشو. د ولسوال د مالوماتو له مخې؛ برید کې مولوي محمد هاشم وژل شوی او عاملین یې تښتېدلي دي. له تېرې څه مودې راهیسې په هرات کې هدفي وژنو زور اخیستی، چې له کبله یې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن دي.