دوستم ته د لومړۍ مرستیالۍ د پرېښودو په بدل کې د امنیتي ادارو د رهبرۍ وړاندیز شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67023
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-06

جنرال عبدالرشید دوستم ته د لومړي مرستیال له څوکۍ د تېرېدو په بدل کې د امنیتي ادارو رهبري وړاندیز شوې ده. د ولسمشر لومړي مرستیال ته نږدې سرچینو ویلي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته د څوکۍ پرېښود په بدل کې جنرال دوستم ته د ملي دفاع، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ وړاندیز شوی دی. خو د جنبش ګوند ویاند دغه موضوع په کلکه ردوي او وایي جنرال دوستم د خلکو د رایې پراساس ټاکل شوی او ترپنځو کلونو پورې به په خپله څوکۍ پاتې وي. د ملي یوالي حکومت چې د سیاسي تفاهم لیک پر اساس یې کاري موده د وږې په میاشت کې پای ته رسیږي اوس هڅه کیږي چې د دوام لپاره یې نوې لارې چارې ولټول شي. شنونکي او د ملي شورا غړي وایي،امریکا هڅه کوي د ملي یوالي حکومت د دوام لپاره متبادلې لارې ولټوي،خو ښايي دغه هڅې معکوسې پایلې ولري. ویل کیږي افغان چارواکي د حکومت د برخلیک لپاره د لویې جرګې په دایرولو کې پاتې راغلي او اوس امریکا هڅه کوي حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره د نظام په جوړښت کې بدلون رامنځ ته کړي. جنرال عبدالرشید دوستم چې ډير وخت د پلازمینې کابل پرځای په شمال کې د جګړو په لومړۍ لیکه کې وي اوس مهال په ترکیه کې دی.