د پښتونخوا یو عالم او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمدخان شېراني وایي، چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې جهادي مواد د امریکا په غوښتنه شامل کړای شوي وو. مولانا شېراني زیاته کړې، هغه مهال د شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد د جګړې له پاره امریکا کرایي کسانو ته ضرورت درلود چې په دې توګه یې په پاکستان کې پېدا کړل. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې د جهادي موادو په اضافه کولو سره امریکا هوډ درلود، چې دغه هېواد کې افراطیت ته بنسټیزه پانګه برابره کړي. روزنامه پاکستان د نوموړي له خولې په سیمه کې د پاکستان رول ته په اشارې لیکلي، چې پاکستان د نړیوالو له پاره د مزدورانو د چوک حیثیت لري او په وینا دغه هېواد په نړۍ کې د کرايي قاتلانو او د غلو او لوفرانو د کلي په توګه پېژندل کیږي.