په ملي شورا کې د هلمند استازي وايي، چې د دې ولايت ګڼې ولسوالۍ وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې راوستې او د لښکرګاه ښار يې محاصرې ته نږدې کړی. د ولسي جرګې غړي نسیمه نیازۍ او عبدالجبار قهرمان وايي، چې د دې ولايت په ګڼو ولسواليو وسله والو طالبانو خپله ولکه ټينګه کړې جګړه له ولسواليو راتېره د لښکرګاه ښار تر څنډو نږدې شوې، او وسلوال طالبان کرار کرار ياد ښار تر محاصرې لاندې نيسي. بلخوا د هلمند والي حیات الله حیات وایي چې دغه ولایت د نړیوالو ترهګرو تر برید لاندي راغلی دی. حیات زیاته کړې، چې د هلمند جګړې یوازې نادعلي کې ۲۹۶ وسله وال وژل شوي، چې ډېری یې بهرنیان دي او نه پېژندل کیږي. هغه د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل چې ۲۳پولس،۱۰ د ملي اردو سرتېري او۷ د ملی امنیت مسؤلین وژل شوي دي.