افغان ملت ګوند: د تذکرو په اړه د اجرايي ریاست طرحه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67028
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-08

افغان ملت ګوند د برېښنايي تذکرو په اړه د حکومت د اجرايي رياست طرحه د اساسي قانون خلاف وبلله او د تذکرې له ضميمې سره يې د مخالفت په ښودو سره وغوښتل چې د تذکرې د کارت پر مخ بايد تذکرې اخيستونکي ته قوم او ملت وليکل شي. دا په داسې حال کې ده چې د وکړو احوال د ثبت قانون شپږمه ماده کې راغلي: "د تابعيت تذکره د لاندې منځپانګې لرونکې ده: ١- د افغانستان ملي نښان بايد د تذکرې پر مخ د منځ برخه کې وي او ترې لاندې د تذکرې شمېره ذکر شوې وي، ښي اړخ ته يې په ترتيب سره ((د افغانستان اسلامي جمهوريت، د کورنيو چارو وزارت او د تابعيت تذکره)) عبارات ياد شوي وي او چپ اړخ ته يې په ترتيب سره د ((جمهورى اسلامى افغانستان، وزارت امور داخله و تذکره تابعيت" عبارات ليکل شوي وي. ٢- د تابعيت تذکرې ښي اړخ ته د هېواد په رسمي ژبو لاندې عبارات تحرير يا ليکل شوي دي: ((نوم، تخلص، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اصلي او فعلي استوګنځای او دين يادېږي.)) خو د حکومت اجرايي رياست ارګ ته يوه داسې طرحه ورکړې چې پر بنسټ يې د تذکرې د کارت تر څنګ يوه داسې ضميمه پاڼه هم وګړو ته ورکول کېږي چې د تذکرې اخيستونکي ځانګړتياوې لکه ملت، دين، مذهب، قوم او ژبه هم له تذکرې سره ضميمه کېږي. اجرايي رياست اعلان کړى چې دا طرحه د ارګ او تمويلوونکو بنسټونو له لوري تاييد شوې او ټاکل شوې چې د تذکرو د وېش بهير بېرته له سره پيل شي، خو ارګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د اجرايي رياست طرحه د اساسي قانون د ٤مې مادې خلاف ده. د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې د افغان ملت هر فرد ته د افغان کلمه اطلاق کېږي. نوموړي وويل، د ضميمې وېش ته اړتيا نشته او بايد د تذکرې د کارت پر مخ د قوم او ملت کلمې ذکر شي. د هغه په خبره، د وګړو د احوال د ثبت له قانون سره هم د خلکو مخالفتونه شته او ورسره حکومت ژمنه کړې چې د دين او ملت له يادونې پرته به برېښنايي تذکرې ونه وېشي. نوموړي څرګنده کړه چې وروسته په تذکره کې د ملت د يادونې تر څنګ د قوم پر يادونه هم هوکړه شوې، خو دغه کار هم نه دى شوى. هغه زياته کړه چې د برېښنايي تذکرو په اړه د اجرايي رياست طرحه د اجرا وړ نه ده او بايد حکومت د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې خنډ جوړ نه کړي. د افغان ملت ګوند مشر له حکومته وغوښتل چې د تذکرو د وېش او ملي هويت موضوع د ناورين خوا ته يو نه سي، په اخلاقي جرئت او د ټولنې عيني واقعيتونو او تاريخي حقيقتونو ته په پام سره داسې تذکرې ووېشي چې د افغانانو ملي هويت څرګند کړي. د نوموړي په خبره، که چېرته د خلکو او ګوندونوغوښتنو ته پاملرنه ونه شي، پراخ مدني لاريونونه به وکړي او وروستى مسووليت به يې د حکومت پر غاړه وي.