زاخېلوال: ضرب عضب عملیاتو کې د حقاني شبکې یو غړی هم نه دی په نښه شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67030
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-08

په پاکستان کې افغان سفیر وایي، د ضرب عضب عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې یو غړی هم نه دی په نښه شوی. حضرت عمر زاخیلوال له مشال راډیو سره په مرکه کې وايي، چې د پاکستان حکومت تر اوسه په یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی او تر هغه چې په څلور اړخیزه ناستو کې شوې ژمنې عملي نه کړي نورو ناستو ته اړتیا نشته. نوموړی وایې د طالبانو مشرتابه په کوټه او پیښور کې دفترونه لري، له همدې ځایه جګړه رهبري کوي، مالي امکانات راټولوي او فتواوې صادروي. زاخیلوال زیاتوي پاکستان د ضرب عضب عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان ډيرې برخې ویجاړې کړي پاکستان طالبان یې وځپل خو حقاني شبکه روغه رمټه له هغه ځایه وایستل شوه او حتا یو کس یې هم په نښه نشو. غږ بل پلو پدې وروستیو کې د پاکستان حکومت په هغه هیواد کې پر میشتو افغان کډوالو هم بده ورځ راوستې او افغان سفیر وایې په دې برخه کې یې ډيرو هڅو نتیجه نه ده ورکړې. په اسلام اباد کې افغان سفیر وایې افغان لوري له پاکستان سره په کړو ټولو ژمنو عمل کړی او د پاکستان ضد وسله والو ډلو هغه مشران چې په افغانستان کې یې څرک لګیدلی پرته له ځنډه یې له مینځه وړې دي.