“شینډنډ کې افغان حکومت او پاکستان استخباراتي جګړه پر مخ بیايي”

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67031
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-08

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې دوې جنګیدونکې وسله والې ډلې استخباراتي جګړه پر مخ وړي. ځايي اوسیدونکو د یوه اعتراض په لړ کې وویل، په شینډنډ کې د ملارسول او ملاهبت الله وسله والو ډلو ترمینځ جنګ جګړو دغه ولسوالي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي جګړې پر ډګر بدله کړې ده. دوی خبرداری ورکوي چې که په شینډنډ کې وضعیت همداسې دوام وکړي نږدې یو میلیون وګړي به د هرات پر مرکز هجوم وروړي. دغه ولسوالي څه موده وړاندې د ملي یوالي حکومت لخوا پر پنځو ولسوالیو، شینډنډ، زیرکوه، پشت کوه، زاول او کوه زور ویشل شوې خو تراوسه په دې تړاو هیڅ اقدام نه دی شوی. دا په داسې حال کې ده، چې د شینډنډ اوسیدونکي ددې ولسوالۍ وسعت او نفوس ته په کتو غوښتنه کوي چې ولسوالي دې يې پر ولایت بدله شي.