د کابل په دارلامان سیمه کې یو امریکایی او یو اسټرالیایی وګړي تښتول شوي دي. عیني شاهدان وايي، تېر ماښام شاوخوا اووه بجې یوه ډله وسله والو چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې پر تن و پر یادو بهرنیانو برید وکړ او له ځانه سره یې بوتلل. دوی زیاتوي، دغه امریکایی او اسټرالیايی وګړي په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان وو. د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وايي، د یادو استادانو له تښتول کېدو خبر دی او په دې اړه یې د پلټنو او څېړنو خبره کړې ده. دا لومړی ځل نه دی، چې له کابل ښار څخه بهرني وګړي تښتول کیږي، تر دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ته له څو مترۍ هم بهرنیان تښتول شوي، چې یو شمېر یې بیا د پېسو په بدل کې راخوشې شوي دي.