د هلمند ولایتي شورا وایي، پر دغه ولایت سیاسي معامله شوې او که وضعیت ته یې پام ونه شي، نو خپله به لاس په کار شي.
د ولایتي شورا غړي وایي، پرهلمند ورځ تربلې د طالبانو د محاصرۍ کړۍ راتنګېږي،خو ولایتي چارواکي د وضعیت پر وړاندې بې تفاوته دي او جدي اقدام نه وکوي.
هلمند په تېرو څوارلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ترټولو ګرمې جګړې شاهد دی او ظاهراً وسله والو طالبانو داځل خپل ټول پام دې ولایت ته اړولی دی.
سره له دې چې افغان حکومت په دې ولایت کې د پراخو عملیاتو خبر ورکوي، خو دهلمند ولایتي شورا غړي وایي، وضعیت د حکومت له واکه وتلی دی او د چارواکو پڅ غبرګون ښيي چې ددې ولایت پر سر سیاسي معامله شوې ده.
د هلمند دولایتي شورا غړي وایي، مسول ولایتي چارواکي د وضعیت پر وړاندې خورا بې تفاته دي او جدي اقدام نه کوي.
د ولایتي شورا مشر محمد کریم اتل وايي، په هلمند کې لوړ پوړي نظامي چارواکي که د ولایت په کچه دي او که د مرکز، ټول بې تفاوته دي او دوی یوازې د سپین کاغذ پر مخ پلانونه جوړوي.
د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجيد اخندزاده وايي، شک لري چې پر هلمند سیاسي معامله شوې ده.
دغه راز د ولایتي شورا غړی ګل اغا مسلم وویل:«هغه لوړ پوړي چارواکي چې له مرکزه هلمند ته راځي، لکه مېلمانه داسې وي، مېلې او بې ځایه مجلسونه کوي.»
د هلمند ولايتي شورا پرون په يوه خبري غونډه کې مرکزي حکومت ته پنځه ساعته ضرب الاجل وټاکه او ويې ويل که حکومت دغه ولایت ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی به خپله په هلمند کې بېړنی حالت اعلان کړي.
په هلمند کې له تېرو درې اونیو راهیسې جګړې شدت اخیستی او د معلوماتو له مخې وسله وال طالبان ورځ تربلې د لښکرګاه ښار ته نږدې کېږي.
خو د هلمند والي وایي، اوس مهال د حکومت ټول پام دې ولایت او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار لري.
حیات الله حیات وايي:« د مرکزي حکومت پاملرنه زیاته ده، دلته له مرکزه لوړ پوړي چارواکي راغلي دي، دا په دې معنا ده چې هلمند د افغان دولت لپاره ډېر ارزښت لري.»
ملي دفاع وزارت بیا وایي چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران خپله د هلمند د وضعیت د کابو کولو لپاره دغه ولایت ته تللي دي، دولت وزیري وویل:« په نادعلي کې جګړه کې زموږ په لاس کې ده، په چاه انجیر کې زموږ کومانډويي ځواکونو عملیات کړي، هلته مرادعلي مراد تللی او هیله لرو چې ښه عملیات به وشي.»
دهلمند ولایتي شورا داسې مهال د دې ولایت دامنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه ښيي،چې ویل کېږي طالبانو دې ولایت ته د سرې قطعې په نامه جنګیالي له نورو ولایتونو لیږلي او دا مهال د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.