اڅکزی: آی اېس آی ناکامه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67035
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-10

د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان استخباراتي شبکه آی اېس آی ناکامه وبلله. اڅکزي ویلي، پاکستان کې په ډېرې اسانۍ د هرې بدبختۍ پړه د هند پر استخباراتو (را) اچول کېږي، چې په وینا یې دا بې اساسه ادعا ده. هغه چې د کوېټې پېښې په تړاو یې خبرې کولې وویل، ستونزه په خپله د پاکستان په استخباراتي ادارو کې ده او د دغو ادارو د ناکامۍ له وجې دا پېښه رامنځته شوې ده. نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د بلوچستان وزیر ثناءالله زهري د کوېټې په ملکي روغتون کې تر شوې چاودنې څو ساعته وروسته د دې پیښې پړه د هند پر استخباراتي ادارې «را» واچوله.