هېواد کې ۳۰ سلنه جگړه د مخدره توکو له درکه تمویلیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67036
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-11

افغان چارواکي وایې په هیواد کې دیرش سلنه جگړه د مخدره توکو له درکه تمویلیږي. د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په ورستیو میاشتو کې د مخدره توکو کښت او قاچاق تر ډیره پر هغو ولایتونو متمرکزه شوی چې وسله وال مخالفین پکې پراخ نفوذ لري. چارواکي وايي، په تیره یوه میاشت کې یې د مخدره توکو دری ستر او نړیوال قاچاق وړونکي نیولي چې په کور دننه او بهر کې له ګڼو مافیايی کړیو سره یې لاس درلود او د هغو مالي ملاتړ یې کاوه. نوموړی زیاتوي، چې د تیر په پرتله د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستې کمې شوې او د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ډیر تمرکز له تروریزم سره پر مبارزې دی او مخدره توکو سره مبارزې ته جدي پاملرنه نه ده شوې.