نېکولسن: له تېرو دوو اونیو راهیسې تر ۳۰۰ داعشیان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67037
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-11

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نېکولسن وايي، له افغان ځواکونو سره یې په ګډو عملیاتو کې له تېرو دوو انیو راهیسې شاوخوا ۳۰۰ داعش جنګیالي وژلي دي. نېکولسن د هند په ډیلي کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې ۲۵ سلنه غړي له منځه وړل شوي، همدومره نور له جګړې په شا شوي او پاتې نیمايي په دې هڅه کې دي، چې نورو سیمو ته ولاړ شي. وړاندې ویل شوي وو، چې افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ داعشیان جګړه کوي، خو نېکولسن ویلي، چې دا شمېره اوس د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ په شاوخوا کې ده.