د استراليا چارواکي وايي، تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر مازیګر د استرالیا له دفاع وزیرې ماریسه هاینه سره وکتل. سرچينه کاږي، د استرالیا د دفاع وزیرې له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول نظامي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د تداوم په هکله د هېواد ولسمشر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، استرالیا په افغانستان کې مرستو او اقتصادي ودې ته ژمنه ده. هغې وویل، ۲۷۰ نظامي ځواکونه به یې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونود روزنې او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرسته کوي، له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. د نوموړې په وينا، هېواد به یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په موخه خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.