ملګري ملتونه وايي، چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د ټاکنو پروسې د تنظیم په برخه کې تخنیکي همکارۍ ته چمتو دي. دغه څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې د خبرو پر مهال کړې دي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې ولسمشر یو ځل بیا ویلي، چې حکومت ټاکنیزو اصلاحاتو او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمن دی. سرچینه زیاتوي، چې یاماموتو وویل، ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت د ټاکنو پروسې د تنظیم په برخه کې تخنیکي همکارۍ ته چمتو دي.