د کندهار هوايي قومانداني په سویلي حوزه کې د امکاناتو له کموالي شکایت کوي او د دغه ولایت والي کندهار کې مېشتو ځواکونو ته امر وکړ، چې تهاجمي دریځ غوره کړي. د کندهار د هوايې لوا قوماندان عبدالرزاق شیرزی وايې، چې د هوايې لوا چاري يې اوس مهال سمي پر مخ رواني دي خو زیاتوي، چې که حکومت او نړيوال ځواکونه نورې الوتکي او په دي برخه کې تخنيکي وسايل ورکړي نو د دوى چارې به تر ډېره ګړندۍ شي. دغه راز د دې لوا نور چارواکي هم ورکړل شوي، امکانات او وسایل کافي نه بولي او له افغان حکومت او نړېوالو غواړي، چې په عصري سیسټم برابرې چورلکې په واک کې ورکړي. کندهار د هلمند ګاونډی دی، چې دا مهال د هېواد په کچه تر ټولو نا امنه او تر محاصرې لاندې ولایت دی. په هلمند کې د جګړې پر مهال ډېر کله افغان ځواکونه د هوايي ځواک له نشتوالي شکایتونه کوي او وايي، چې پر وخت د هوايي قواوو نه ور رسېدو د جګړې مخنیوی ستونزمن کړی دی. بلخوا د کندهار والي، محمد همایون عزیزي امنیتي اورګانونو ته امر وکړ چې نور د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد تهاجمي دریځ خپل کړي.