"حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې نمایشي اقدامات کوي"

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67060
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-12

د یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښيي، چې حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې یوازې نمایشي اقدامات کوي. د امو خیریه څېړنیز بنسټ وایي، په داسې حال کې چې د حکومت د مشروعیت په تړاو له خلکو سره جدي پوښتنې شته، نو د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې یې ترسره کېدونکي اقدامات هم ګټور نه دي. دغه بنسټ له حکومت غوښتنه کوي، چې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې پر خپله پالیسۍ له سره کتنه وکړي. د ملي یووالي حکومت په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارز په موخه یو لړ تازه تشکیلات رامنځ ته کړي چې د ډيرو په باور چارې یې عملي نه ښکاري.