د کندوز د ولایتی شورا غړي او عام کندزیان وایی، چې نا قانونه وسله وال د یاد ولایت لپاره تر داعش او طالبانو خطرناک دي. د کندوز د ولایتی شورا غړي وایی، نا قانونه وسله وال چې تر ډیره پر حکومتي چارواکو پورې تړلي، له سیمه ییزو دولتي ادارو باج اخلي او د قانون په مکرر نقض سره یی حکومتي ادارې تضعیف کړي او په کندوز کې یې د جګړې دوام ته لاره هواره کړې. د کندوز والي اسد الله عمرخېل هم وایي، نا قانونه وسله والې ډلې په دغه ولایت کې شخصي زندانونه لري او هر هغه څوک چې باج ورنه کړي نو شخصی زندانونو ته یې اچوي. نوموړی دغه وسلوال حکومت ته له داعش او طالبانو خورا خطرناک بولي. باید وویل شي، چې کندوز له نژدې یو کال راهیسې له امنیتي پلوه له بشپړ بې ثباته حالت سره مخ دی او طالبان له اتو میاشتو راپه دیخوا، د څلورو ولسوالیو ترڅنګ، د دغه ولایت د ښار شاوخوا سیمې هم په واک کې لري.