د پښتونخوا عوامي نیشنل ګوند مشر، اسفندیار ولي خان وايي، چې له کرښې هاخوا پښتانه مشران کله د افغان جهاد په نامه وژل کېږي او کله هم له دې امله غداران ګڼل کیږي، چې په (کاشغر- ګوادراقتصادي) کورېډور کې د پښتنو حقونه غواړي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بابړې شهیدانو د یاد غونډې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې. د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲مه چې د پاکستان له جوړېدلو څخه لا یو کال نه وو پوره شوی، د چارسدې سیمه کې د عبدالغفار خان د راخوشې کولو په موخه سوله ییز لاریون وشو. ویل کیږي چې د بابړې په سوله ییز لاریون کې د خیبر پښتونخوا د هغه وخت سر وزیرعبدالقیوم خان د ډزو کولو امر وکړ چې ۶۰۲ کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول. اسفندیار ولي خان په دې پېښه کې د شهیدو شوو پښتنو په یاد غونډه کې وویل، چې دوی یا د افغان جهاد په نامه وژل کیږي او یا یې هم د پاکستان حکومت په بېلابېلو پلمو غداران ګڼي. هغه په پښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت وغانده او ویې ویل، کله چې افغانانو د پنجاب له پاره وینه تویوله، دوی ورته وروڼه ویل خو اوس ورته افغان مهاجر وایي او په یو او بل نامه یې سپکوي.