ملګرو ملتونو د اسرایلو له لوري د فلسطینیانو د کورونو نړول وغندل. د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ دفتر ویلي، چې روان کال اسرایلو د بیت المقدس په شاوخوا کې ۷۲۶ ودانۍ نړولې، چې په دې سره شاوخوا ۱۰۰۰ فلسطینیان بې کوره شوي دي. د دې سازمان د راپور له مخې؛ تېر کال اسرایلو د فلسطینیانو ۵۳۳ ودانۍ نړولې وې، چې ورسره ۶۸۸ کسان بې کوره شوي وو. دې ادارې د اسرایلو دا کار غندلی او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو یوې نړېوالې ادارې، د فرانسې حکومت او یو شمېر نورو بنسټونو هم د اسرایلو دا اقدام غندلی دی.