شنونکي وایي، د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه وه او اوسنیو اختلافاتو ته په پام ولسمشر او اجرایه رییس د حکومت راتلونکې چارې پر مخ نه شي وړلی او باید د نظام د پایښت لپاره بدیلې لارې ولټول شي.
د حکومت د اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري پر ولسمشر غني وروستیو توندو نیوکو د حکومت دننه له هغو ژورو اختلافاتو پرده پورته کړې چې په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلي وو.
عبدالله د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر غني پر خپل سر پرېکړې کوي او په ګومارنو کې د ده نظر له پامه غورځول کېږي.
ټاکل شوې وه چې دواړو مشرانو د اختلاف د حل په موخه پرون په ارګ کې سره لیدلي وای، خو د ناڅرګندو لاملونو له مخې یاده ناسته لغوه شوه.
عبدالله عبدلله پرون د جمعیت ګوند او خپل ډلې له مخکښو غړو سره لیدنې وکړې او د اجرایه ریاست د معلوماتو له مخې په دې لیدنو کې د عبدالله ملګرو د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی.
د عبدالله عبدالله له توندو څرګندونو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه دریځ د دولتدارۍ د اصولو خلاف وباله او په وینا یې د ډاکتر عبدالله پر څرګندونو به جدي او موثر بحثونه وشي.
ارګ دا هم وویل چې د جمعیت ګوند د خپلې کنګرې د دایرولو په درشل کې دی او ښایي د ډاکتر عبدالله عبدالله په تړاو تازه پرېکړه وکړي.
حقوقپوهان او سیاسي شنونکي وایي، د ملي یووالي حکومت له جدي سیاسي بحران سره مخ دی او د عبدالله وروستۍ څرګندونې هم ښيي چې ژور اختلاف تر سیاسي رقابته پورې رسېدلی دی.
د دوی په خبره، د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه وه او که د نظام په جوړښت کې بدلون رامنځ ته نه شي، ښايي حکومت خپله پنځه کلنه دوره پوره نه شي کړای.
حقوقپوه عبدالمصباح سبحان وايي چې دغه اختلافات د حکومتولۍ پر چارو منفي اغېزې کوي.
د افغان ملت ګوند مشر او د چارو شنونکی ستانه ګل شېرزاده وايي د حکومت مشران د خپل شخصي شهرت په خاطر په خپلو کې سره اخته دي او دا کار ښايي افغانستان ډېر زیان ورسوي.
د هغه په وینا اړتیا ده چې په حکومت کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي او واک یو کس ته ولېږدول شي.
د شنونکو په باور، اوس مهال چې افغانستان له تر ټولو کړکېچن حالت څخه د تېرېدو په حال کې دی، د اجرایه رییس او ولسمشر ترمنځ به د واک پر سر دغه تازه ناندرۍ هېواد د یوبل بحران پر لور سم کړي.