په هلمند کې چارواکي وايي، د ګرمسير ولسوالۍ يې له طالبانو بېرته نېولې او په دغو عملياتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند والي حيات الله حيات ويلي، د ګرمسير بازار د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلی او د هلمند- کندهار لويه لار چې له تېرو څو ورځو د ترافيکو پر مخ تړلې وه بېرته پرانيستل شوه. د هلمند والي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه يې نور معلومات وړاندې نه کړل.