د خیبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وغانده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67069
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-13

د خیبر پښتونخوا ایالتي جرګې (صوبايي اسمبلۍ) له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند نیوکه وکړه او د دغه ناسم چلند د سملاسي درېدو غوښتنه یې وکړه. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د خیبر پښتونخوا ایالتي جرګې غړیو له افغان کډوالو سره د پولیسو ناوړه چلند د افغانستان، پاکستان او ملګروملتو د درې اړخیزې هوکړې خلاف وباله. د خیبر پښتونخوا د صوبايی جرګې غړیو په زوره د افغانانو له ایستلو سره هم مخالفت وکړ، ویې ویل چې دا کار د پناه غوښتونکو پر کورنیو او د هغوی د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېزې کوي. ملګروملتونو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د روان میلادي کال له پیله تراوسه پوري تر ۳۷ زره زیات راجستر شوي افغانان خپل هیواد ته بېرته تللي دي.