د ټرمپ ویانده: د افغانستان جګړه، د اوباما جګړه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67070
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-13

ولسمشرۍ ته د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ویانده وايي، د افغانستان جګړه ولسمشر اوباما اوږده کړه. که څه هم امریکا د بوش د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته ځواکونه را استولي، خو کترینا پیرسن له سي این این ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې دغه هېواد ته بارک اوباما له ۲۰۰۹ م کال وروسته امریکايي پوځیان واستول او جګړه یې وغځوله. هغې په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان جګړه د ولسمشر بارک اوباما جګړه ده. د ټرمپ ویاندې دا هم ویلي، چې افغانستان کې د داعش ډله هم د اوباما د جګړې د دوام له کبله رامنځته شوې ده.