چارواکي: د جاني خیلو ولسوالۍ محاصره ماته شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67071
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-13

چارواکي وايي، د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ محاصره يې ماته کړې او لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. وړاندې د پکتيا د ولايتي شورا ځينو غړو او اوسېدونکو ويلي وو، چې په جانې خېلو کې امنيتي وضعيت ښه نه دى او که اړينه پاملرنه ورته ونه شي، نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي. بلخوا د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وايي، چې يادې ولسوالۍ ته کومانډو او ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي. هغه زياته کړه، دوى د تېرې ورځې په اوږدو کې د عملياتو پر مهال ٣٠ وسله وال وژلي او ١٥ يې ټپيان کړي دي. دی وايي، وسله والو پر لارو ماينونه خښ کړي، چې له امله يې دولتي ځواکونه په احتیاط پرمختګ کوي.