د لوړو زدکړو وزارت د هېواد په کچه د پوهنتونونو پر معیاري کولو او د لوړو زده کړو په برخه کې د نویو میتودونو پر پلي کولو ټینګار وکړ. وزیره فریده مومند وايي، چې په تیرو کلونو کې د هېواد په پوهنتونو کې پر کمیت ډېر تمرکز شوی او کیفیت ته چندان پاملرنه نه ده شوې. هغې وویل، چې ډېر ژر به پوهنتونونه معیاري او د لوړو زدکړو په برخه کې نویي میتودونه پلي کړي. د لوړو زده کړو وزیره په پوهنتونونو کې د نویو میتودونو پر رامنځته کولو داسې مهال ټینګار کوي، چې محصلین د معیاري درسي میتود له نشتوالي شکایت کوي. په دې لړ کې د کابل پوهنتون محصلین وايي لاهم هغه کتابونه او چپترونه لولي، چې کابو لس کاله وړاندې لیکل شوي دي.