یو شمېر سرچینې وايي، چې د بغلان دهنه غوري ولسوالي تېره شپه طالبانو نېولې ده. رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې تېر ماښام مهال پولیس له دهنه غوري ووتل او د ولسوالۍ مرکز او بازار د طالبانو لاسته ولوېدل. د دهنه غوري اوسيدونکو هم د ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ویلي، چې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې دهنه غوري ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم سختې جګړې روانې دي. هېره دې نه وي چې طالبانو د نورستان ولايت د وانټ وايګل ولسوالۍ د نيولو ادعا هم وکړه خو چارواکو رد کړې ده.