اجرایه رییس ډاکټر عبدالله له خپلو سیاسي پلویانو سره ژمنه وکړه، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې په عملي کولو کې به جدي وي او تر دې وروسته په دې اړوند هیڅ راز تېروتنه نه کوي. نوموړي په سپیدار ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په لړ کې یې ګڼې ستونزې زغملي او په وینا یې که د ده پر ځای بل څوک اجرایه رییس وای، له ولسمشر غني سره به یې دوې ورځې هم ګوزاره نه وای شوې. عبدالله یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د سیاسي هوکړې په عملي کولو کې به هیڅ راز تېروتنه نه کوي او زیاتوي، پوهیږي، چې پلویان یې د ده صبر او حوصلې ستړي کړي دي.