بلخ کې د دوو سیاسي ګوندونو د پلویانو تر منځ جګړه روانه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67078
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-14

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د دوو سياسي ګوندونو د پلويانو تر منځ وسله واله نښته شوې ده. د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي، دا نښته نن غرمه مهال د مزارشريف ښار اړوند د دشت شاديان په سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د حرکت اسلامي ګوند او افغانستان ملي وحدت حزب د پلويانو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او دواړو پر يو بل ډزې کوي. د قادري په وينا، پوليس سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې جګړه ودروي. نوموړي په پېښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.