اجرایه رییس ډاکټر عبدالله وايي، د حکومت د مشرانو د کورنۍ غړي د بشري او میرمنو له حقونو ناوړه استفاده کوي، چې په وینا یې دی به له دې وروسته اجازه ورنه کړي. عبدالله دا څرګندونې په هغې غونډه کې کړي، چې تېره ورځ په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه. له اجرایه ریاسته په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله عبدالله په دې غونډه کې وویل، دی له هغه فساد څخه خبر دی، چې د حکومت مشرانو د کورنۍ نږدې غړي یې له بشري حقونو په ناوړه ګټې اخیستنې کوي. نوموړي دغه راز په یاده غونډه کې خپلو پلویانو سره یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته د سیاسي هوکړې په عملي کولو کې هیڅ راز تېروتنه نه کوي او په وینا یې که په دې برخه کې له کومې ستونزې سره مخ شو، له خپلو سیاسي پلویانو سره به یې شریکه کړي. هغه د ولسمشر اشرف غني پرونیو څرګندونو ته په ځواب کې چې ویلي یې وو، مشري صبر او زغم غواړي وايي، حوصله چا ته د فریب ورکولو په معنا نه ده او زیاتوي، دی د خپلو خلکو د حقونو ترلاسه کولو ته ژمن دی. هغه ټینګار کړی، چې د سیاسي هوکړې له عملي کېدو زیات یا کم څه نه غواړي خو په دې برخه کې به خپلې تګلارې ته بدلون ورکړي.