داعش د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې چې ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ده د روزنې او جنګیالیو د جلب او جذب مرکز جوړ کړی. شاوخوا درې اونۍ وړاندې رسنیو راپور خپور کړ، چې یاده ډله په خاک افغان کې د مرکز جوړولو هڅه کوي، خو هغه مهال ځايي چارواکو دغه مسئله جدي ونه ګڼله. خاک افغان د زابل هغه ولسوالي ده، چې له شاوخوا ۱۳ کلونو راهیسې پکې وسله وال طالبانو پراخ حضور لري. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ورغلي داعشیان دغلته د دایمي حضور په لټه کې دي، چې په وینا یې ډیرې پیسې لري، قیمتي جایدادونه اخلي او پرې ودانۍ جوړوي. د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا محمد حقبیان هم وایي چې اوس داعش په خاک افغان ولسوالۍ کې خپل مرکز جوړ کړی او د سیمې خلک روزي او له ځان سره یې یو ځای کوي. حقبیان زیاتوي، څو ځلې یې پر مرکزي حکومت غږ کړی، چې له یاد ولایته د داعش په لمنځه وړلو کې له ځايي امنیتي ادارو سره مرسته وکړي، خو په وینا یې د حکومت مشران دا ډول خبرو ته د غوږ نېولو وخت نه لري. په همدې حال کې د زابل امنیه قوماندان میرویس نورزی وایي چې په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي ښه مجهز دي او له سټلایټ ټکنالوژۍ کار اخلي. نورزي هم د هغوي د روزنې او استخدام د کمپ موجودیت تایید کړ.