له هلمند ولایت څخه راپورونه وايي، چې وسله والو طالبانو په ناوه کې تر جګړې وروسته اوس یو ځل بیا پر ګرمسېر ولسوالۍ پراخ بریدونه پېل کړي دي. طالبانو له څو ورځو راهیسې د هلمند یو شمېر ولسوالۍ محاصره کړي، چې تر تېرې ورځې یې په ناوه کې له افغان حکومتي ځواکونو سره پراخې نښتې وکړې. د دغه ولایت چارواکي وايي، چې طالبانو ته یې په ناوه کې ماتې ورکړي او اوس په ګرمسېر ولسوالۍ کې جګړه روانه ده. دوی زیاتوي، افغان ځانګړې او کومانډو ځواکونه د سیمه ییزو سرتیرو ملاتړ کوي، چې په وینا یې د وسله والو تر بشپړ ځپل کېدو به له دغه ولایته راستانه نه شي. بلخوا تېره شپه د هلمند پر امنیې قوماندان اقا نور کینتوز چاودنه شوې ده. د نوموړي پر موټر د هلمند – کندهار لويې لارې په "سرکار" سيمه کې خښ کړای شوی ماين چاودلی. پېښه کې کینتوز ته کوم زیان نه دی اوښتی خو دوه پولیس یې ټپیان شوي دي.