ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک او کړکېچن دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده.
د دغه وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی (راشد خالقوف) چې د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی مرستیال دی، کابل ته راغلی او په ځانګړې توګه یې له کورنیو بېځایه شوو سره د چټکو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو لوی زیان ولسي وګړو ته ور اوړي. د ملګرو ملتونو په وینا، په دې هېواد کې کابو ۶ نیم میلیونه وګړي په یو نه یو ډول له جګړې زیانمن شوي دي.
یوازې په روان ۲۰۱۶ کال کې د جګړې له امله کابو دوه لکه کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. په دې کچه د وګړو بې ځایه کېدل هم افغان حکومت او هم پر نړیوالې ټولنې ته ستونزې پیدا کوي.
تر پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په نړۍ کې تر ټولو ډېر په افغانستان کې مري. کابو درې ملیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي.
په ورته وخت کې طبعي پېښې لکه سېلابونه، زلزلې، ځمک ښویېدنه او وچکالي هم هر کال کابو درې نیم لکه افغانانو ته زیان ور اړوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مرستیال راشد خالقوف وایي، د افغانستان درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او دا حالت هر کال پسې دوام کوي.
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې سږ کال تر دې دمه ۵۱۶۶ کسان په روانه جګړه کې وژل شوي دي. دا شمېر له ۲۰۰۹ کال را په دې خوا تر ټولو دېر ډي دی او د وژل شوو کسانو درېیمه برخه ماشومان دي. دغه راز له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ټولو ملکي قربانیانو شمېر کابو ۶۴ زرو ته رسېږي.
د اسلامي همکاریو د ټولنې مرستیال هشام یوسف هم مني چې په افغانستان کې روانه جګړه ولسي وګړو لپاره پر یوه لوی ناورین بدله شوې ده او یاده ټولنه هڅه کوي چې دې ستونزې ته د حل مناسبه لار ومومي.
دی زیاتوي چې باید په افغانستان کې د روان بشري ناورین په اړه د نړیوالو پوهاوی ډېری شي او د دې ټولنې غړي هېوادونه باید لا ډېرو مرستو ته ملا وتړي.
چارواکي وایي، د روان ناورین د مخنیوي لپاره نه یوازې دا چې باید مالي مرستې ډېرې شي، بلکې پر اوږدمهاله پلانونو کار وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازولۍ مرستیال مارک باوډن بي بي سي ته ویلي چې روانې مرستې نه شي کولی دغه هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ پرلور بوځي.
هغه وايي: «د ډېرو نورو هېوادونو د بشري وضعیت په پرتله، دلته حالت ډېر ترینګلی دی. موږ په کور دننه د بې ځایه شوو خلکو د ډېرېدو شاهد یو او اوس افغانستان تر یوه میلیون کورني بیځایه شوي کډوال لري، یوازې همدا سږ کال تر اوسه تر دوه سوه زرو ډېر خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي. دا شمېرې د هغو هېوادونو په پرتله چې بشري مرستې تر لاسه کوي خورا لوړ دی، البته د سوریې په کچه نه خو له سوریې سره ډېر توپیر هم نه لري. خلک په دې پوهېږي چې دلته ستونزه څومره جدي ده او یا به دا وي چې د افغانستان په هکله له خبرونو ستړي دي.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه ته اړتیا شته چې افغانستان له دې وضعیته ووځي، ښاغلي باوډن وویل: «بودیجه د ستونزې یوه برخه ده، خو په تګلارې او پروګرامونو کې هم باید بدلون رامنځته شي. اوسمهال افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د مرستو موخه یوازې د لومړنیو مرستو فعال ساتل دي. موږ باید افغانستان کې د بشري ناورین ریښې له منځه یوسو، باید زیان اړوونکې خوارځواکي له مینځه یوسو ځکه چې اوسمهال د نړۍ په کچه افغانستان کې د خوارځواکو شمېر خورا لوړ دی. که غواړو چې له دغه وضعیته ووځو باید د اقتصاد بنسټیزې ستونزې اوارې کړو.»
هغه وايي په داسې یوه وضعیت کې دې ته اړتیا ده چې تر ټولو بې وسې خلکو سره، یعنې بیځایه شوو او جګړه ځپلو خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتل شي.