د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ په حکومت کې د کار او واکونو د څرنګوالي پر سر جنجالونه ورځ تر بلې نوي اړخونه خپلوي.
اجراییه ریاست وایي، عبدالله عبدالله نور د ملي وحدت حکومت سره د تېرو دوو کلونو په څېر کار ته دوام نه ورکوي او له ولسمشر سره په راتلونکو ناستو کې به د دې پوست د برخلیک په اړه وروستۍ خبرې وکړي.
د اجرایوي عبدالله عبدالله رییس نږدې پلوی امر الله صالح وایي، په دریوو پړاوونو کې به اجرایوي رییس له ولسمشر سره مذاکرات پرمخ یوسي.
د نوموړي په وینا، اجراییه رییس به له ولسمشر سره په پاتې دوو ناستو کې د اجرایوي رییس د برخلیک په اړه وروستۍ خبرې وکړي.
د ملي امنیت پخوانی مشر او د عبدالله د ډلې نږدې غړی امرالله صالح وايي چې عبدالله په لومړي پړاو مذاکراتو کې خپلې غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې دي، په دویم پړاو کې پرې د ولسمشر نظر اوري او په درېیم پړاو کې اجرایوي رییس غواړي د ملي یووالي حکومت سره په نوې بڼه کار پیل کړي.
نوموړي د ملي یووالي حکومت سره په نوې بڼه د عبدالله عبدالله د کار پرمخ وړو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو داسې ښکاري، چې د سیاسي توافقنامې له مخې عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دی، چې د اجرایوي ریاست پوسټ پر صدارت واوړي.
په همدې حال کې د اجرایوي ریاست دویم مرستیال د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د اختلافاتو له دوام خبر ورکوي او په وینا یې، د افغانستان په سیاسي وضعیت دغه اختلاف منفي اغېز کړی دی.
محمد محقق وايي چې ده مخکې هم د دواړو مشرانو ترمنځ د رامنځته شوي اختلاف د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی او په وینا یې د دواړو ترمنځ روانې ناندرۍ د نورو ډېرو ناوړه پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي دي.
د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د اختلافونو له راپورته کېدو وروسته د دې اختلافونو د حل لپاره تر اوسه د دواړو ترمنځ یوه غونډه شوې ده.
دغه غونډه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوه، عبدالله عبدالله خپل وړاندیزونه او غوښتنې ولسمشر سره شریکې کړې دي او تر غور وروسته په راتلونکي غونډه کې ولسمشر د عبدالله یادو وړاندیزونو او غوښتنو ته ځواب ووايي.