لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۱۰ / ۹ / ۲۰۱۶ .
د سپټمبر د یوولسمی د حملې په هکله درواغ لا تر اوسه هم هغومره ډیر دي . ما د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر دوهمه ( یعنی پر نیویارک او واشنګټن باندی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې نهه ورځی مخکی ) داسی لیکلي وو : « په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کی د امریکا ستراتیژیکی او اقتصادي ګټی د فلسطین د غمیزی په واسطه ، چی پر امریکایانو او امریکایی ګټو باندی خامخا تروریسټان حملې ته لمسوي ، تهدیدیږی . »
امریکایان ، په داسی حال کی چی پر خپل هیواد باندی د سپټمبر د یوولسمی د حملې پنځلسم کال ته ننوزي ، لا تر اوسه هم د دې وحشیانه حملې په علت نه دي پوهیدلي .
دوی څوک ملامتولای سی ؟ زموږ سیاست وال او خپرونی د دغو او مابعده حملو په باره کی چی موږ یې « تروریزم » بولو ، اصلی حقیقت باالکل مبهم کوی . حال دا چی موږ د سپټمبر د یوولسمی او هم پر یو څه پاته افغانستان باندی د امریکایی « بي ۵۲ » الوتکو د درنو بمونو د باران د قربانیانو سره هم خپله غمرازي څرګندوو . دوی غواړي چی په یو عبث کوښښ سره د لویدیځوالو د اشغال پر خلاف جنګېدونکي قبایلي ځواکونه ( چی هماغه طالبان دي ) وځپي .
موږ کټ مټ کار په ۱۹۸۰ لسیزه کی په لاؤس کی هم کړی و ، چی ولسمشر بارک اوباما تیره هفته همالته د خپلی کتنی پر مهال ښه ترا څرګند کړ . لاؤس لا تر اوسه هم نه دی روغ او جوړ سوی ، افغانستان به هم بیخی ترې روغ نسي .
امریکا د ۲۰۱۵ راهیسی پر عراق ، سوریه ، لیبیا ، یمن ، سومالیا ، پاکستان او افغانستان باندی چی ټول اسلامي هیوادونه دي ، لږ تر لږه دوه دیرش زره ۱۰۰۰ ـ ۲۰۰۰ پاویزه درانه بمونه راغورځولي دي . د امریکا د بمونو ډیپوګان هیڅ ډکېدو ته نه پاتیږی او ځکه نو د وسلو جوړونکي تر وخت اضافه کار کوی .
د سپټمبر د یوولسمی حمله یوه انتقامي حمله وه چی ډیرئ کړوني یې سعودي اتباع وو چی دا ادعا یې کول چی دوی غواړی پر فلسطین باندی د اسراییلو د ظلمونو څخه د دفاع او هم غواړی چی د سعودي عربستان د اشغال په بدل کی امریکا ته سزا ورکړی .
دا هغه څه دي چی موږ حقیقتأ پرې پوهیږو . موږ ته تر ننه هم د سپټمبر د یوولسمی د حملې بشپړ حقیقت نه دی ویل سوی . خو تر ټولو ښه کار چی باید ویې کړو دا سوال دی چی د دې حملې څخه اصلی ګټه چا وکړه ؟
د سپټمبر د یوولسمی روایت بېله ځنډه په یوه داسی کاذبه ادعا کی وپېچل سو چی ویل یې امریکا د خپلو « ازادیو » او « ژوندانه د طریقې » له امله د مسلمانانو تر حملې لاندی راغله . دغه منافقت هغه شیطاني قطۍ خلاصه کړه چی له دننه یې په امریکا او اروپا کی د اسلام دښمنۍ او صلیبي تبی څپې خپرې سوې .
امریکا د دې له پاره نه لکه څرنګه چی ده ، بلکی په اسلامي نړۍ کی د خپلو اعمالو په بدله کی د حملې سره مخامخ سوه . اکثریت امریکایان نه پوهیږی چی په منځني ختیځ کی د سي . آی . اې له خوا د « رژیم بدلول » آن په ۱۹۴۸ کی لا په سوریه کی راپیل کړه سوی و . موږ تر ننه لا په همدې کار کی بوخت یو . له هماغه راهیسی درو استعماري ټوپک سالارانو یعنی امریکا ، انګلستان او فرانسې په ټول منځني ختیځ او افریقا کی رژیمونه مات کړي او جوړ کړي دي او داسی ظالم دیکتاتوران یې نصب کړي دي چی زموږ اطاعت کوی او په دې ډول د لویدیځی افریقا څخه تر تاجکستان پوری یې موږ ته دښمنان تولید کړي دي .
هیلری کلنټن په همدې اوونۍ کی وویل چی که زه د ولسمشرې په حیث کامیابه سم نو « د امریکا معاف والی » به پر مخ یوسم او هم به نوی نړیوال نظم رامنځته کړم . دا د استعمار او تسلط شفري اصطلاحات دي . که یې همدا کلنټن وګټی نو د هغه بهرنۍ او پوځي مخکښه تګلاره به وګورو چی د « ګولډن سېچز » کمپنۍ او نوو محافظه کارانو له خوا به اداره کیږی .
ډونالډ ټرمپ بیا په یو داسی وخت کی د پوځي بودجې د ډیرولو عهد کړی دی چی د امریکا اډانه زنګ وهلې یا نړېدونکې ده او پورونه یې تر آسمانه رسیږی . ټرمپ او کلنټن دواړه امریکا ته د داعش او شمالي کوریا لخوا د امنیتی ډیریدونکو تهدیدونو خبردارئ ورکوی . خو په حقیقت کی تر ټولو ستر داخلی تهدید هماغه په شیکاګو کی د شنبې د شپې د بانډونو ډزی ( ټکان ) دي چی یوازی همدا سږ کال پنځه سوه کسان پکښی وژل سوي دي .
داعش خو پوځي ډوله رذیلان دي چی د شل ـ شل کسیزه بدمعاشانو په حیث ګرځی . حال دا چی شمالي کوریا غواړي چی خپلو بدمرغیو ته پر ارامه پریښودل سی . نو واشنګټن ، پاریس او لندن نن شیطان صفته داعش ته اړتیا لری عینأ لکه القاعده او شوروي اتحاد ته چی یې پخوا درلوده څو په دې ډول د بودجه خوړونکو وسلو د مصرفولو او هم د چټی جنګی تبی پواسطه نفوس جارو کړی .
د بین المللي پلوه د امریکا امنیت ته تر ټولو ستر تهدید بېله شکه په اټومي وسلو سمباله روسیه ده چی زیات قاره ویشتونکي او د سمندر څخه ګوزار کونکي توغندي لری چی کولای سي امریکا د نقشې څخه ورکه کړی .
له همدې سببه د امریکا د بهرني او ملی امنیت تر ټولو غټ لومړیتوب دا دی چی سړه سینه ولری ، د روسیې او د هغه هیواد د مشرانو سره مؤدبانه اړیکی ولری .
خو برعکس ، پر ځای یې موږ هیلری کلنټن او عصباني جنګي نوي محافظه کاران لرو چی لګیا دي له هره پلوه روسیه لمسوي او ماسکو ته داسی احساس ورکوی چی ښایی امریکا د روسیې سره جګړه غواړی . دا بالکل هماغه په ۱۹۸۳ کی د « ایبل آرچر » د بحران غوندی دی چی هلته امریکا او شوروي اتحاد یو بل ته داسی مخامخ درېدلي وو چی په صرف څو دقیقو کی یې تر منځ یو بشپړ اټومي جنګ پیښېدای سو .
نو د ټرمپ او د دې توندی څپې او اسلام دښمنۍ له مخی ، دئ بشپړ حق لری چی د ماسکو سره ښې اړیکی ولټوی . د کلټن د ډلی او د هغې د اهلي امریکایی خپرونو په واسطه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین داسی ځپل لکه په مکتب کی چی یو هلک وهې ، د ستر ځواک له پاره طفلانه ، شرمناک او نالایقه عمل دی ، پای .