لـــه ژړا پـرتــه بــله لار مــوږ تــه را پــاتــې نـــه ده
د امـن کـــور د امـن ښــار مــوږ تـه را پـاتـې نـه ده
اوس مــو زړګی لـه تــورو ويـنو مــلامــال دی يــاره
اوس مــو د زړه ســاده پـرهــار مـوږ تـه را پاتې نه ده
دلــته د هــر کلي او کـور ديـوال پـه وينو رنـګ شـو
دلــته يــو ســم او آرام کــار موږ تـه را پـاتـې نـه ده
مـوږ کــومـه کـونـډه دلاســه کـړو،کـوم يـتيم وژاړو؟
له کوم غريب، له کوم سردار موږ تـه را پـاتې نـه ده؟
د چا ګـرېـوان بـه وګـنډو د چـا ګـرېـوان به کو ټول؟
نه لرو سـتن او نـه هـم تـار موږ تــه را پــاتې نــه ده
د عـليزي زړګـی لـــه غـمـه ســور او شـين اوښتـی
اوس يې سپين رنګ لکه خمار موږ ته را پاتې نه د ه
نوی ښار، کابل ۱۳۹۵ / ۶ / ۱۴ نېټه