دخوست ولسونو د سولې نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د سولې له روان بهیرڅخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ
د چهارشنبې په ورځ دخوست په مېلمستون ودانۍ کې د سولې نړیواله ورځې په لمانځغونډه کې دخوست چارواکو،مشرانو،دیني عالمانو او د سیاسي ګوندونو استازو په یوه غږ د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د روغې جوړې له پروسې څخه په ټينګه ملاتړ اعلان کړ او په مرکزي حکومت یې غږ وکړ چې هرڅومره چې ژر کیږي دغه پروسه دې بشپړه او د نورو مخالفو وسله والو ډلو سره دې هم دپخلاینې دویم پړاو پيل کړي .