د کندهار په ولايت مقام کي نن سهار معلوماتو د لاسرسي نړيواله ورځ په داسي حال کي ولمانځل سوه چي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ رئيسانو، د رسنيو مسئولينو او استازو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
غونډه د کليد ګروپ، پژواک اژانس، يوناما او څو نورو ادارو په همکارۍ جوړه سوې وه چي په پيل کي اطلاعاتو د لاسرسي د څارني کمېسيون مشر سید اکرام افضلي خبري وکړې دد وویل اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارني کمېسيون ټينګ هوډ لري چې د تېر په پرتله په پوره جديت اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ د ترويج په موخه ګامونه پورته کړي .
په غونډه کي د ولایت مرستیا ل هم خبري وکړې او زیاته ئې کړه چي خلک حق لري چي پوه سي د حکومت په مختلفو برخو، پارلمان او قضا کي څه روان دي.
همدا را ز د غوندي یو بل برخه وال د ولايتي شورا غړي سيداحمد سېلاب اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون تصويب د حکومت يو نېک اقدام وباله او ويې ويل چي د هيواد د اساسي قانون له مخي هر افغان کولای سي چي ملي منافعو او د نورو حقوقو ته له زيان رسولو پرته هر ډول معلومات ترلاسه کړي. نوموړي هيله وښوده چي د قانون په تطبيق او معلوماتو ته د لاسرسي اصول پر ټولو خلکو يو ډول پلي سي.